افغانستانخبرونه

پاکستان د افغانستان قانوني کډوال هم وباسي

( کابل ټيليګراف (کب ۲۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

پاکستان اعلان کړی چې ټول غیرقانوني کډوال او همدا راز  د افغان اتباعو  کارت  درلودونکي باید دغه هېواد پریږدي.

د پاکستان راډیو راپور ورکړی چې افغان کډوال ته یوازې ۲۰ ورځې وخت ورکړل شوی چې له پاکستان څخه ووځي.

پاکستان ویلي چې ټول غیرقانوني کډوال او د Afghan Citizen کارت لرونکي باید د دې هېواد خاوره پرېږدي.

پاکستان ویلي چې دا هېواد د ۲.۱ میلیونو قانوني اسناد لرونکو افغانانو کوربه دی، چې له دې شمېرې څخه ۸۰۰ کسان د Afghan Citizen کارتونه لري.

دې پاکستاني رسنۍ ویلي چې د قانوني کډوالو  ترڅنګ په ملیونونو افغانان په غیرقانوني توګه په دې هېواد کې ژوند کوي.