د اسرایلو په تازه هوایي بریدونو کې چې په غزې تړانګه یې ترسره کړي لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په غزه کې روغتیا چارواکو رسنیو ته ویلي له تیرو څو ورځو راهیسې د اسرایلو په تازه بریدونو کې ۴۰ کسان په جبلیه سیمې او ۱۴ نور د غزې له شمالي سیمو کې وژل شوي دي.
رسنیو تېره ورځ د فلسطیني چارواکو په حواله راپور ورکړ چې غزه کې د جګړې له پيله تراوسه د وژل شویو کسانو شمېر له ۴۲زرو واوښت.
د اسرایلو پوځ ویلي چې په غزه کې یې د تازه بریدونو هدف د حماس وسله والې ډلې ځپل دي.