ځانګړي برخهراپورونه

افغانه انځورګره خورشید شمس: غواړم د افغان ښځو غږ د انځور په ژبه نړیوالو ته ورسوم

افغانه انځورګره او د ښځو حقونو فعاله خورشید شمس په جلا وطنۍ کې له سختو ستونزو سره د انځور په ژبه د افغان ښځو د حقونو له پاره مبارزه کوي.

د طالبانو بیا واک ته رسیدو سره په افغانستان کې هنرونه مخ پر زوال شول، په یو شمېر هنرومندانو لکه سندرغاړو، موسیقي غږوونکو، د سینما او تیاتر له لوبغاړو نیولې بیا تر انځورګرانو او رسامانو پورې د طالبانو له خوا سخت بندیزونه ولګول شول چې دغې چارې زیات شمېر ښځينه او نارینه هنرمندان اړ کړل چې د خپل هنر دغوړېدا له پاره هیواد پرېږدي او جلا وطني شي.

د هنرمندانو له ډلې یوه يې خورشید شمس ده، چې د جمهوریت له سقوط سره یې د بې برخلیکه ژوند له پاره خوږ وطن پرېښود او په پاکستان کې مهاجره شوه.

نوموړې په پاکستان کې د افغان ښځو پروړاندې د طالبانو وضعه شوي سختو قوانینو پر ضد مبارزه پیل کړه او د انځورګرۍ په ژبه یې لسګونه داسې انځورونه انځور کړل چې د اوسني حاکم نظام او په ښځو سختې پابندۍ بیانوي.

اغلې شمس له کابل ټلیګراف سره په خبرو کې وویل:« د طالبانو له راتګ سره دومره شاک شوم چې کار، تعلیم او هنر هر څه مې په خپله پرېښودل، هغه بندیز چې طالبانو په ښځو ولګوه هغه ما له واړندې په ځان ولګوه او په کور کیناستم».

نوموړې زیاته کړه:« کله چې طالبانو د ښځو پر وړاندې سخت قوانین وضعه کړل او دغه درد ما احساس کوه نو زما دې خبرې ته پام شو چې زه باید د افغان ښځو غږ اووسم، د دوی پر وړاندې ستونزې او حقه حقوق د انځور په ژبه له نړیوالو سره شریک کړم او تر اوسه لا لګیا یم».

خورشید شمس نږدې درې کال کیږي چې بې برخلیکه ژوند لري، نوموړې په اسلام اباد کې په ډيرې کمې حق زحمه کار کوي او له دغه لارې کوشش کوي چې د خپلې کورنۍ ستونزې یو څه راکمې کړي، دنومړې په وینا:« زه کار کوم، کومې پېسې چې ګټم هغه دومره هم ندي چې زما د کور کرایه پوره کړي، زه مجبوره یم چې هره میاشت له خپلو خپلوانو پور واخلم، هم پرې خواړه واخلو او که کومه اندازه پاتې شي نو ځانته پرې رنګونه اخلم، په اسلام اباد کې زیات شمیر کورنۍ تر شاه خلک لري چې مالي مرسته یې وکړي خو زه تر شاه داسې څوک نلرم چې ماته بغیر له پوره پیسې راکړي ».

دغه افغانه انځورګره او د ښځو د حقونو فعاله په دې باور ده چې یو ورځ به خامخا خپل وطن ته وګرځي او هغه ارمانونه چې نیمګړي پاتې دي پوره کړي.

هیره دې نه وي چې خورشید شمس د کاردان پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د دویم کال محصله وه او د طالبانو لخوا د ښځو پر زده کړې د بندیز سره د نورو افغان نجونو غوندې ددې زده کړې هم په نیمه کې پاتې شوې.

د طالبانو له راتګ سره د ښځو په بنسټیزو حقونو تعلیم او کار کلک بندیزونه وضعه شول، تر څنګ یې د مختلفو برخو هنرمندان هم له کاره منعه کړل شول چې په دې کار اکثره هنرمندان د هنر او نفقې ګټلو له پاره هیواد پرېښود او پاکستان نه راکډه شو.

په پاکستان کې زیات شمیر افغان هنرمندان د بې برخلیکۍ ښکار دي، دلته شته ستونزې او د دوی نامالومه راتلونکی هغه څه دي چې دوی ورته زوریږي.