د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا د کرمې په ولسوالۍ کې په مذهبي شخړو کې د میرمنو په ګډون ۱۴ تنه وژل شوی دي.
عیني شاهدانو او سیمه ایزو پولیسو ویلي چې پیښه د شنبې په سهار هغه وخت وشوه چې وسله والو د مساپرو موټر په مرمیو سوري سوري کړل.
پولیسو ویلي چې وژل شوي کسان شعیه ګان او برید کوونکي سنیان و. د کرمې پولیسو د کمشنر مرستیال ویلی چې په ډزو کې اته تنه ټپي شوي هم دي چې د ځینو وضعیت د اندیښنې وړ بلل شوی.
تر پیښې وروسته په سیمې کې د دواړو مذهبي ډلو تر منځ شخړې شوي او د ولسوالۍ مسؤلینو د وضعیت آرامولو لپاره سیمې ته اضافي پولیس او ملیشه ځواکونه استولي دي.
همدارنګه د سیمې قومي مشرانو ددواړو ډلو تر منځ روغه کړې.
د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون دا پیښه غندلې ده او د ایالتي چارواکو څخه یې غوښتي چې پدې سرحدي ولسوالۍ کې امنیت او سولې برقراره کولو لپاره دې عاجل اقدامات وکړي.
دې ادارې ویلي چې په کرمې ولسوالۍ کې د ګڼ شمیر پوځیانو او پولیسو ځای پر ځای کیدو سربیره، هلته وضعیت دومره خراب شوی چې د سیمې خلک په دوامداره توګه په ډار کې ژوند کوي.
پدې سیمې کې د پخوا راهیسې د شعیه ګانو او سنیانو تر منځ شخړې کیږي.