په اسلاماباد کې د طالبانو سفارت ویلي، د بلوچستان د دوکۍ د ډبرو سکرو کان کې، د وژل شویو ۷ افغانانو مړي یې د هغوی کورنیو ته سپارلي دي.
سرچېنې لیکلي، په مړو شویو کسانو کې درې یې په پاکستان کې کډوال او هلته خپلو کورنیو ته سپارل شوي او پاتې نور یې، چې د کندهار د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي وه؛ د چمن-بولدک او بهلولي له لارې افغانستان ته له رالېږدولو وروسته کورنیو ته سپارل شوي دي.
تېره ورځ د ناڅرګندو وسلوالو په برید کې ۲۰ کان کېندونکي وژل شوي وه.
ویل کیږي، چې افغانستان د پاکستان له حکومت څخه د پېښې د عاملینو د نیولو او سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.