افغانستانخبرونه

د طالبانو مخالفه وسله والو ډلو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې

د طالبانو دوه مخالفو وسله والو ډلو ازادۍ جبهه او ملي مقاومت ادعا کړې چې کابل او غور ولایتونو کې یې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

د افغانستان د ازادۍ جبهې په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دوی سرتیرو تېر ماښام د کابل په دارالامان سیمه کې پر هغه رنجر موټر چې د طلحه په نوم د طالبانو د استخباراتو د ۹۰ ادارې سرګروپ یې لېږداوه، حمله کړې ده.

دوی ادعا کوي چې په دغه برید کې د طالبانو د استخباراتو درې پوځیان وژل شوي او یو ټپي دی.

بل پلو ته د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی ځواکونو د غور په چهارسده ولسوالۍ کې کې څلور طالبان وژلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د طالبانو وسلې او مهمات د ملي مقاومت جبهې ځواکونو ته لاس ته ورغلي دي.

تر اوسه د طالبانو حکومت ددغه ادعاوو په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.