نن د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا رابلل شوې خیبر جرګې روستۍ ورځ ده چې د ورځې تر پایه به خپله پرېکړه وړاندې کړي.
په دغه جرګه کې د خیبر پښتونخوا او جنوبي پښتونخوا شپېته ولسوالیو ترڅنګ د پاکستان هغه ښارونه چې پښتانه پکې میشت دي نارینه او ښځينه استازو ګډون کړی.
ددغه ولسي استازو ترڅنګ د سیاسي ګوندونو، اتحادیو او ټولنو استازي هم په دغه جرګه کې شتون لري.
دغه جرګه چې پرېکړو ته یې بې شمیره انسانان سترګې په لار دي د پښتنو د وسایلو او مسایلو په موخه رابلل شوې چې نن یې ورستۍ ورځ او تمه ده چې د ورځې تر پايه به پرېکړه لیک وړاندې کړي.