افغانستانخبرونه

پخواني ولسمشر حامد کرزي د خیبر جرګې پرېکړې ستایلي دي

د تیر جمهوري نظام پخوانی ولسمشر حامد کرزي په خیبر کې د پښتنو د سترې قومي جرگې پر بریالي جوړېدو خوښي څرګنده کړې او په سیمه کې د ستونزو د اوارولو لپاره یې نیک او اغیزمن گام بللی.

ښاغلي کرزي په خپله فیسبوک پاڼه د خیبر قامي جرگې له پرېکړه لیکه خپل کلک ملاټړ اعلان کړی او د جرګې لخوا له طالبانو نه د ښځو په زده کړو د بندیز لرې کولو غوښتنه یې ستایلې ده.

نومړي لیکلي:« د خیبر په جرگه کې د ښځو د پراخ گډون او د تعلیم پر ارزښت د ټولو تاکید دا څرگندوي چې په سېمه کې میشت خلک د امن او متمدن ژوندانه غوښتونکي دي. »

د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا رابلل شوې د خیبر جرګه پرون د یو پرېکړه لیک په خپرولو پای ته روسیده.