ټیکنالوژي

جنوبي کوریا به له دې ورسته جګړې د انسانانو پر ځای په روباټونو کوي

جنوبي کوریا داسې روباټ جوړ کړی چې د انسانانو غوندې په جګړه یز ماموریت کې برخه اخیستی شي.

دغه روباټ د جنوبي کوریا د وسلو کارخانو جوړ کړی چې د جګړې په ماموریت کې هم مهاله استخباراتي مالومات هم د قومندې مرکز ته استولی شي.

څېړونکي وايي په راتلونکې کې ښايي د پوځيانو پر ځای دا روباټونه په جګړو کې وکارول شي او په دې توګه د انسانانو مرګژوبله کمه کړل شي.

جنوبي کوریا یو له هغو هیوادنو دی چې چې تر اوسه یې په دوديزو وسلو کې هم د مصنوعي ځیرکتيا ټېکنالوژي کارولې چې له امله یې د ټانکونو، ميزايلو او الوتکو وړتيا څو چنده زیاتوي.

پوهان په دې باور دي چې د مصنوعي ځیرکتیا چټک پرمختګ دا ثابته کړې چې ژر به د انسانانو ځای ونیسي.