
کابل ټیلیګراف – ۲۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
کونړ کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې د یوه کور چت لوېدلو له امله درېیو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپی دی.
دغه پېښه تېره شپه د چپې درې ولسوالۍ په ګلسلک کلي کې شوې ده.
د طالبانو امنیه قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې ټپيان روغتون ته لیږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دوو ورځو راهېسې د هېواد په بېلابیلو ولایتونو کې سخت ورښتونه شوي دي.