افغانستانخبرونه

د برتانیا یو پخوانی پوځي طالبانو ته د شپې دوربینونو د لېږلو په تړاو محاکمه کېږي.

راپورونه وايي، د برتانیا د ترهګرۍضد یوه محکمه د پوځ یو پخوانی سرتېری طالبانو سره د مرستې او ورته د شپې د لیدلو دوربینونو د لېږل په تړاو محاکمه کېږي.

پر ۴۱ کلن محمد چودري تور دی چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ یې په برتانیا کې پیسې راټولې کړي، د شپې دوربینونه یې په اخېستي او طالبانو ته یې د جګړې د دوام لپاره لېږلي.

د شاوخوا ۳۱ زره پونډو په ارزښت دا دوربینونه پاکستان ته لېږل شوي او د پاکستان په نرسته طالبانو ته لېږل شوي دي دي.

نوموړي شاوخوا ۱۲ دوربینونه چې په نښه کوونکي (نښان ویشتونکو) ټوپکونو نښلول کېږي افغانستان ته د جګړې لپاره لېږلي دي.

محمد چودري په ۲۰۲۰ کال کې په داسې خال کې چې د دغه هېواد د روغتیا برخه کې یې دنده درلوده، طالبانو سره د اړیکو په تور ونیول شو.

د ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې ویلي چې محمد چودري په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.