خبرونهسیمهنړۍ

دشانګهای سازمان ۲۳مه غونډه نن په اسلام اباد کې پیلېږي

ټاکل شوې چې د شانګهای سازمان ۲۳مه غونډه نن د پاکستان په کوربتوب پلازمېنه اسلام اباد کې پيل شي.

بلخوا نن د دغه هېواد د تحریک انصاف ګوند پلویان د خپل مشر عمران خان د خلاصون په موخه په اسلام اباد کې کې خپل پیل کړی لاریون پراخوي.

د شانګهای سازمان په نننۍ غونډه کې به د پاکستان په ګډون د اتو هېوادونو لومړي وزیران او یو شمېر نورو هېوادونو لوړ رتبه چارواکي برخه واخلي. د هند د بهرنیو چارو وزیر جي اس شنکر هم په دغه غونډه کې د ګډون لپاره نن اسلام اباد ته ورځي.

د ځینو هېوادنو استازي به د دغه سازمان په غونډه مې د نظارت کوونکي او ځانګړي میلمه هېواد په توګه برخه واخلي خو افغانستان کې د طالبانو حکومت ته اجازه نه ده ورکړل سوې.