پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې دوی د «ترهګرۍ ضد» په لويو عملیاتو کې د تورخم پر پوله د شاوخوا ١٢٦زره ٣۵۴ ډالرو په ارزښت د متحده ایالاتو لخوا جوړ شوي وسلې او مهمات چې د افغانستان لخوا دغه هېواد ته لېږدول کېدل، نیولي دي.
د میډیا لاین راپور ورکړی، دغه وسلې چې د اېم ۴ وسلې، د شپې لید کمرې او نورې وسلې پکې شاملې وې، سبزیجاتو په یوه کانټینر کې ځاى پرځاى شوې وې.
رسنیو ویلي، د تورخم پر پوله د دغو وسلو کشف او نیول د سیمې د ثبات او له پولې بهر د طالبانو د نفوذ په اړه د خطر زنګ دى.
پاکستاني چارواکو ویلي، چې د يادو وسلو د قاچاق په تړاو یې دوه کسان نیولي او د وسلو د سرچینې او ځای په اړه یې د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره نامعلوم ځای ته لېږدولي دي.
د پاکستان امنیتي چارواکي په دې باور دي چې ښايي دغه وسلې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون له مختلفو ډلو سره تړاو ولري چې د دغه هېواد امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.