افغانستانخبرونه

میدان وردګو ولایت کې پنځه کسان په درو ووهل شول

د طالبانو ستره محکمه وایي، په میدان وردګو ولایت کې د یوې ښځې په ګډون پنځه کسان په عام محضر کې په درو ووهل شول.

د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د ميدان وردګو ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې او د دايميرداد ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې دپرېکړو په اساس د يوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته د غلا او نامشروع اړيکو په جرم په عام محضر کې تعزیري سزاګانې ورکړل شوې.

سرچېنې لیکلي، د یادو کسانو له ډلې دوه تنه د ښاري ابتدائیه محکمې لخوا د نامشروع اړیکو په جرم په یوه – یوه میاشت تنفیذي بند او٢٥_٢٥ درو تعزیري سزا او درې تنه د دایمیراد ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې لخوا د غلا په تور په ۲۵ درو تعزیري سزا محکوم شوي وو؛چې یاد حکمونه د مرافعه محکمې او د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته تطبيق شول.

د یادونې چې تر دې مخکې هم په بیلابیلو ولایتونو کې خلکو ته تعزیري سزاګانې ورکړل شوي دي.