د پاکستان د پولیو مخنیوي اداره وايي د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر د میاشتې په دوېیمه اونۍ کې د کویټې په ښار کې د پوليو ويروس درېيمه او په پاکستان کې ۳۳مه مثبته پېښه شوې ده.
د پاکستان د پولیو مخنیوي اداره وايي چې د اکتوبر پر ۱۴(تله ۲۳) د دغه هېواد د بلوچستان ايالت په کوټه ښار کې د يو ماشوم په وينه کې د پوليو ويروس تصديق شوی دی.
دا اداره زياتوي چې دا په روان ۲۰۲۴ کال کې په کوټه ښار کې د پوليو ويروس درېيمه او په پاکستان کې ۳۳مه مثبت پېښه ده.
د پاکستان د روغتیا ملي اداره وايي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې د پولیو تر ټولو زیاتې، یعنې ۱۷ پېښې په بلوچستان کې ثبت شوې دي. له دې پرته د ګوزڼ ۱۰ پېښې په سیند ايالت، څلور په خیبر پښتونخوا او يوه، يوه پېښه په پنجاب ايالت او پلازمېنې اسلام اباد کې ثبت شوې ده.
په پاکستان کې په دا وروستيو کې په سرعت سره د پوليو د مثبتو پېښو زياتوالي روغتياپالان اندېښمن کړي دي.
په دغه هېواد کې په تېر ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې څلور یې په خیبر پښتونخوا ايالت او دوه يې په سیند ايالت کې وې.
تر دې وړاندې په پاکستان کې په ۲۰۲۲ کال کې۲۰، په ۲۰۲۱ کال کې یوه او په ۲۰۲۰ کال کې د پولیو ۸۴ پېښې ثبت شوې وې.
په پاکستان کې د روغتیا ملي ادارې په وروستیو میاشتو کې په خپلو بېلابېلو راپورونو کې ویلي دي چې تر اوسه یې د دغه هېواد د ۳۹ ولسواليو د ناولو اوبو په ۱۵۳ نمونو کې د پولیو ویروس موندلی دی. اداره زياتوي چې سږ کال يې يوازې د کوټې ښار په ۳۹ محيطي نمونو کې د پوليو ويروس موندلی دی.