خبرونهنړۍ

اسټرالیا په اسرایلو کې له خپلو وکړو غوښتي چې له دغه هیواد دې ووځي

اسټرالیا هیواد په اسرایلو کې خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې څومره ژر کیږي له دغه هیواد نه دې ووځي.

د اسټرالیا د بهرنيو چارو وزيرې هون پيني وانګ پر خپله ايکس پاڼه له اسټرالیايي وګړو غوښتي چې هر څومره ژر ممکن وي له اسرايلو څخه دې ووځي.

نوموړې همدا راز زیاته کړې، تر دې مخکې چې د اسراييلو هوايي حریم وتړل شي، بايد په سوداګريزو الوتکو کې دغه هېواد پرېږدي.

په دې ورستیو کې د اسرایلو، ایران، فلسطین او لبنان ترمنځ شخړه خورا سخت پړاو ته ننوتې او په یو بل یي سختو بریدونو ته دوام ورکړی.