طالبانو په میدان وردګو ولایت کې د یوې ښځې په ګډون ۵ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد کسان د غلا او نا مشروع اړیکو په تور په دورو وهل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان هر یو یې په ۲۵-۲۵ دورو او یوازې دوه تنه یې بیا په یوه یوه میاشت تنفیذي بند هم محکوم شوي وو.
د طالبانو بیا واک ته د رسیدو سره په افغانستان کې د خلکو پر وړاندې مجریمینو ته د تعزیري سزا ورکولو راپورونه زیات شوي دي.