د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په ایران کې د افغانانو ډله یزې وژنه په کلکه غندلې ده او سخت ظلم یې یاد کړی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې له فلسطین او لبنان څخه د ایران ملاتړ ښه خبره ده خو وايي پر افغانانو مخامخ ډزې غندي: «ایران په لسګونو افغانان مسلمانان په ډیر ظلم جبر سره شهیدان کړي دي. چې دا ظلم دی. له ډیرې مودې راهیسې داسې پیښې رامنځته کیږي باید مخنیوی یې وشي.»
نوموړي همدا راز زیاتوي: هر څوک باید غږ پورته کړي چې نور دې په افغانانو ظلم بند کړي او د دې پیښې کونکو پرخلاف دې ګام پورته کړي.»
د بشري حقونو یو سازمان حال وش راپور ورکړی، چې د ایران پوله ساتو ځواکونو په کلګان سراوان سیمه کې په هغو افغان کډوالو ډزې کړې، چې غوښتل یې ایران ته ننوځي او په لسګونه کسان یې په ډزو وژلي دي.
حال وش د سې شنبې په ورځ د ترلاسه شویو ویډیوګانو او انځورونو او همدا راز د عیني شاهدانو د ادعاوو په حواله راپور ورکړی، چې د ۳۰۰ افغان کډوالو له ډلې شاوخوا له ۶۰ تر ۷۰ تنو پورې ژوندي او پاتې نور وژل شوي یا ټپیان شوي دي.