د طالبانو حکومت تر اوسه د ایران له لورې د افغانانو پر ډله یزې وژنې غبروګون ندی ښودلی خو د جنرال مبین په نامه طالب پلوي لیکلي چې ایران د اسرایلو غچ له افغانانو واخیست.
جنرال مبین په خپله ایکس په اړه د خپور شویو انځورونو سره لیکلي: «ایران زموږ د کډوالو وزیر ته دغه ډالۍ ورکړه. ایا دې ته ګاونډیتوب وايي؟»
د بشري حقونو یو سازمان حال وش راپور ورکړی، چې د ایران پوله ساتو ځواکونو په کلګان سراوان سیمه کې په هغو افغان کډوالو ډزې کړې، چې غوښتل یې ایران ته ننوځي او په لسګونه کسان یې په ډزو وژلي دي.
حال وش د سې شنبې په ورځ د ترلاسه شویو ویډیوګانو او انځورونو او همدا راز د عیني شاهدانو د ادعاوو په حواله راپور ورکړی، چې د ۳۰۰ افغان کډوالو له ډلې شاوخوا له ۶۰ تر ۷۰ تنو پورې ژوندي او پاتې نور وژل شوي یا ټپیان شوي دي.