د تیر جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل د ایراني پوله ساتو ځواکونو لخوا د افغان مهاجرو ډله یزې وژنې په غبرګون ک ویلي چې دا د کابل او تهران د مذهبي رژیمو په ټنډه تور داغ دی.
ښاغلي نبیل په خپله ایکس پاڼه لیکلي:« د ایراني ځواکونو لخوا د ۲۶۰ افغانانو قتل عام دا ښيي چې مذهبي رژیمونه خپل اصلي او کرغېړن مخ د اسلامي اخوت په نقاب کې پټوي».
نوموړی همدا راز وایي، دا بې رحمي او وینه توییدنه د کابل او تهران د استبدادي رژیمونو پر ټنډه تور داغ دی.
ایراني پوله ساتو ځواکونو په درې سوه کډوالو برید کړی چې نږدې ۲۶۰ کسان یې وژلي او پاتې نور ټپیان دي.
دغه پېښه افغانانو په لویه کچه غندلې ده خو تر دې دمه د طالبانو حکومت ددغه پېښې په اړه چوپه خوله دي.