د تیر جمهوري نظام د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي د ایران پوله ساتو ځواکونو لخوا د افغان کډوالو وژنه غندلې او له ایران یې د سپیناوي او عامیلینو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي فضلي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، « افغانستان کې د یو مشروع دولت نشتون د نورو هېوادونو ځواکونه زړور کړي چې له کومې وېرې پرته زمونږ هېوادوال شکنجه او په قتل ورسوي، دغه وضعیت باید پای ومومي. »
ایراني پوله ساتو ځواکونو په درې سوه کډوالو برید کړی چې نږدې ۲۶۰ کسان یې وژلي او پاتې نور ټپیان دي.
دغه پېښه افغانانو په لویه کچه غندلې ده خو تر دې دمه د طالبانو حکومت ددغه پېښې په اړه چوپه خوله دي.