د طالبانو ستره محکمه وایي، په لغمان ولایت کې یې دوه ښځې او یو سړی د نامشروع اړېکو او یو بل کس د غلا په تور په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د طالبان د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د لغمان ولایت د مرافعه محکمې اړوند ښاري ابتدائيه محکمې د جزا او عامه امنيت دېوانونو د پرېکړو په اساس؛ يو کس ته د غلا په تور، د دوو ښځو په ګډون درېيو مجرمينو ته د نامشروع اړيکو او له کوره د تېښتې په جرم نن چهارشنبه (د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د ربيع الثاني میاشتې په ۱۳ مه نېټه) په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
سرچېنې لیکلی، يادو دېوانونو يو متهم پر دوه کاله تنفيذي بند او ۳۰ دُرو تعزیري سزا، لومړۍ مجرمه پر درې کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا، دويمه مجرمه پر شپږ میاشتې تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا او درېيم مجرم پر درې کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په کابل ولایت کې هم طالبانو څلور کسان په دُرو وهلي وو.