افغانستانخبرونه

ډاکټر اناکلي هنر یار: ملګري ملتونه باید په ایران کې د افغانانو سره د شوي بشري جنایت څېړنه وکړي

د پارلمان پخوانۍ استازې ډاکتره انارکلي هنریار د ایران پوله ساتو ځواکونو لخوا د افغانانو ډله یزې وژنې ته دغبرګون ترڅنګ غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید دې پېښې ته رسېدنه وکړي.

نوموړې په سیستان او بلوچستان سیمه کې د ۳۰۰ افغانانو د مرګ ژوبلې اړه ویلي چې دا پېښه د ایران له لوري بشري جنایت دی او ایران تر دې وړاندې هم د افغانانو په مقابل کې بشري جنایتونه ترسره کړي چې باید څېړنه یې وشي.

بل پلو تیر جمهوري نظام د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د ایران په سرحدي سیمه کې د ۳۰۰ افغانانو مرګ ژوبله د ایران له لوري نه جبرانېدونکی عمل بللی دی دی.

ښاغلی مسلمیار هم په طالبانو او نړیوالې ټولنې غږ کوي چې د دې پېښې په اړه دې څېړنې وکړي او جدي ګامونه دې واخلي.

ایراني پوله ساتو ځواکونو په درې سوه کډوالو برید کړی چې نږدې ۲۶۰ کسان یې وژلي او پاتې نور ټپیان دي.

دغه پېښه افغانانو په لویه کچه غندلې ده خو تر دې دمه د طالبانو حکومت ددغه پېښې په اړه چوپه خوله دي.