
( کابل ټيليګراف (کب ۸ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
طالب چارواکي وایي، په هېواد کې د وروستیو سیلابونه له امله ۳۶ کسان مړه شوي، ۴۰ نور ټپیان شوي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.
له وړمې شپې راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې واورې او بارانونه وشول چې په ځینو ولایتونو کې یې له امله سېلابونه هم راوتلي دي.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي اداره په خبرپاڼه کې راغلي، په هېواد کې د وروستیو ورښتونو له امله ۳۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، ۴۰ نور ټپیان دي څه باندې ۳۰۰ کورنیو په نیمه او یا بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
له خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز په ټول هېواد کې سلګونه جریب کرنیزې ځمکې هم له منځه تللې دي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم هم تر دې مخکې ه د سېلابځپلو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې وه او له مرستندویه بنسټونو او سوداګرو یې غوښتي څو له دغو کورنیو سره مرستې وکړي.
ملګري ملتونه وايي، چې افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی، چې د اقلیم د بدلون د خورا زیاتو اغیزو سره مخ دی او ددغو اغیزو د کمیدو لپاره هیڅ چمتوالی هم نلري.