په کندهار ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ، په دغه ولایت کې د فلمبردارۍ پر ډرون کېمرو بندیز لګولی دی.
دا په کندهار کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ له خوا د یوې خبرپاڼې له لارې شوی دی.
د سرچینو په وینا، طالبانو ویلي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ډرون کېمرو کارونه «جرم» او کاروونکی یې «مجرم» دی.
طالبانو له دې وړاندې د ذیروح عکسونو پر اخیستلو هم بندیز لګولی و.
په کندهار ولایت کې ملي راډیو ټلویزیون او نور اړوند چارواکي اوس هم خپلو انځورونه نه خپروي.