د پاکستان د لاهور په ښار کې د یو خصوصي (پوهنتون) لسګونه زده کوونکي د مظاهرې پر مهال له پولیسو سره په اخ او ډب کې ژوبل شوي.
زده کوونکو له هغه وروسته مظاهره وکړه چې په کالج کې په یوې نجلۍ د جنسي تېري خبر خپور شو.
راپورونه وايي چې دا زده کوونکي په تېرو دوو ورځو کې ژوبل شوي دي.
په نجلۍ باندې د جنسي تېري د خبر له خپرېدو وروسته زده کوونکو لومړی د کالج په ودانۍ کې دننه مظاهره وکړه او بیا د ایالتي پارلمان په مخکې.
د کالج مسئولینو او د نجلۍ پلار او مور د جنسي تېري خبر رد کړی دی. په پاکستان کې له نجونو سره زور زیاتی او خشونت معمول بلل خو په ضد یې اعتراض غیر معمول بلل کېږي.
د جنسي تېري او خشونت اکثریت پېښې د نا امنۍ له کبله پټې ساتل کېږي.