راپورونه وايي، د افریقايي هېواد نایجریا په شمالي ولايت جیګوا کې د تېلو يو ټانکر چپه شوی او بیا يې اور اخېستی چې له امله يې نږدې ۱۵۰ کسان مړه او تر ۵۰ نور ټپيان شوي دي.
د ځايي رسنيو په حواله پېښه کې هغه مهال مرګ ژوبله واوخته چې خلکو د چپه شوي ټانکر تېل چور کول او تېلو اور اخېستی دی.
پوليسو ويلي، موټر چلوونکي څخه موټر بې واکه شوی، ټانکر چپه شوی او بیا يې وروسته اور اخېستی دی.
مرستندویه ډلې وايي، مړي د پېژندګلو وړ نه دي او ټول به په ډله ييز قبر کې ښخ کړای شي.