په افغانستان کې د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي چې په دې هیواد کې ۸۵ سلنه خلک له یو ډالر په کمو پېسو ژوند چې د ژمي په رارسیدو سره حالت نور هم خراب شي.
د یو این ایچ سي ار په تازه راپور کې چې نن خپور شوی، ویلي چې په افغانستان کې اړتیاوې ډېرې پراخې دي او ۱۵.۲ میلیونه افغانان د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ دي.
د “یواینایچسيآر” د راپور له مخې، افغانان په بېوزلۍ، لوږې او خوارځواکۍ کې د پام وړ زیاتوالی تجربه کوي، د عامې روغتیا سیستم سقوط ته نږدې دی او همدارنګه د اقلیمي بدلون اغېزو او طبیعي پېښو سره د مقاومت، مقابلې او تطابق وړتیا کمه شوې ده.
په افغانشتان کې د طالبانو د بیا وکمنیدو سره نږدې په ټول خدماتي سکتورنو کې کارونه ټکني شوي او همدا ډول بې کاري اوج ته رسیدلې ده.
زیات شمیر افغانان د بې کارۍ له امله په غیرې قانوني لارو چارو نورو هیوادنو ته مهاجر شوي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.