د اسراييلو پوليسو نن (د اکتوبر پر ۱۷مه) ناوخته خبر ورکړ چې دوی په غزه کې د حماس نوی مشر يحيی سنوار په يوه هوايي بريد کې وژلی.
نن د اسراييلو (کان) راډيو خبر ورکړ چې د غزې په درې سيمې يې بمبار کړې دي او په وژل شويو کې يو پر يو تن د حماس ډلې د مشرګومان کېږي. اسراييلو دغه بريد د دې لپاره کړی و چې ګومان يې کاوه برمته شوي اسراييليان به دغلته پټ ساتل کېږي.
اسراييلو د وژل شوي يو کس عکس څو ساعته وړاندې خپور کړ، خو د هغه د ډي این اې د معايناتو پروسې له بشپړولو مخکې يې ويلي وو، لا نشي ويلی چې دغه شخص به سنوار وي او که هغه ته ورته د حماس کوم بل جنګيالی، خو نن د ورځې تر پايه يې معاينات بشپړ شول.
نړيوالو رسنيو د اسراييلي دولسم چينل او چارواکو له قوله ليکلي، چې په غزه کې د حماس ډلې مشر يحيی سنوار ته د منسوب شخص د ډي این اې ټېسټ نتيجه بشپړه شوې او معلومه شوه، چې يحيی سنوار وژل شوی دی.
يحيی سنوار د تېر کال د اکتوبر د اوومې نېټې د بريد طراح ګڼل کېده، چې د اسماعيل هنيه له وژنې وروسته د حماس ډلې مشر ټاکل شوی و.