يحیی سنوار په ۱۹۶۲ کال کې د غزې د خان یونس ښارګوټي د کډوالو په یوه کمپ کې زیږیدلی و. هغه د حماس له لومړنیو غړو و. هغه وروسته د دې ډلې د يوه خفيه امنیتي ځواک مشري وکړه، چې د اسراییلو د جاسوسانو تصفيه کاري يې کوله. نوموړی د خان يونس د قصاب په نامه مشهور شو.
يحيی سنوار د ۱۹۸۰ لسيزې په وروستيو کې د اسراييلو له خوا ونيول شو. هغه په اسراييلي زندان کې د بنديانو د شرایطو لپاره اعتصابونه تحريکول. نوموړی په ۲۰۰۸ کې د اسرایلي ډاکټرانو لخوا د درملنې وروسته د مغزو له سرطان څخه ژوندی پاتې شو.
سنوار په ۲۰۱۱ کال کې د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له خوا د هغو ۱۰۰۰ تنو فلسطينيانو په منځ کې چې د يوه اسراییلي سرتیري د تبادلې د یوې برخې په توګه چې د حماس له خوا د پولې په اوږدو کې نیول شوي و، خوشې شو.
کله چې سنوار غزې ته راستون شو، هغه ډېر ژر د حماس د مشرتابه په لیکو کې پر بې رحمۍ مشهور شو. ويل کیږي چې هغه په ۲۰۱۶ کې د داخلي واک په جګړه کې د حماس د بل لوړپوړي قوماندان محمود اشتیوي په وژلو کې لاس درلود.
سنوار په غزه کې د حماس مشر شو، په اغیزناکه توګه یې د سیمې کنټرول په لاس کې واخیست، او له هنيه سره یې په ګډه هڅه وکړه چې دا ډله د ایران او په سیمه کې له نورو جنګي ډلو سره همغږي کړي او د دې ډلې نظامي ملاتړ زيات او جنګي قوت راخپل کړي.
داسې اسناد شته چې سنوار، د حماس د وسله والې څانګې مشر محمد دیف سره یوځای، د اکتوبر په اوومه په اسراییلو باندې د ناڅاپي برید طرحه جوړه کړې وه، چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول چې ډېری يې عام وګړي ول. حماس ویلي وو چې دا بریدونه یې له فلسطینیانو سره د اسرائیلو د چلند په غچ کې او د فلسطین مسایل یې د نړۍ په اجنډا کې د بېرته راګرځولو په موخه کړي دي.
همدا علت و چې اسراييلو په په ځوابيه بريدونو پیل وکړ او له څو مياشتې جګړې وروسته په غزه کې شاوخوا ۴۲۰۰۰ فلسطينيان ووژل شول، ښارونه ړنګ شول، لسګونه زره ټپیان شول او سلګونه زره نور يې بې سرپرسته او در په در شول.
د خان يونس دغه قصاب شاوخوا دوه نيمې مياشتې وړاندې د حماس ډلې د مشر اسماعيل هنيه له وژنې وروسته د دغه ډلې مشر وټاکل شو او نن د اکتوبر پر ۱۷مه د اسراييلو په بمبار کې ووژل شو.