افغانستانخبرونه

ډبلیو‌اېف‌پي: له افغانستان سره د امریکا مرستو بندیدل به افغانان له لوږې سره مخ کړي

کابل ټیلیګراف – ۲۳ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام مرستیالې ویلي، له افغانستان سره د امریکا د خوراکي مرستو نه دوام به میلیونونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ کړي.

مټینټا چیموکا له انډیپنډنټ ورځپاڼې سره خبرو کې دغه راز زیاته کړې چې د دغو مرستو د بندښت له امله به افغانستان کې څه باندې دوه میلیونه کسان، له ایران او پاکستانه راستنېدونکي څه باندې دوه میلیونه نور افغانان او څه باندې ۴۰۰ زره پر خوارځواکۍ اخته ښځې او ماشومان له روغتیایي او خوراکي مرستو بې برخې کړي.

د ډانلډ ټرمپ حکومت تر دې وړاندې له افغانستان او یمن پرته پر ۱۲ هېوادونو د خوراکي توکو بندښت پایته رسولی و.

د خوړو نړیوال پروګرام د ملګرو ملتونو تر ټولو ستر بشري سازمان دی، چې د لوږې، خوارځواکۍ او خوراکي بې‌امنۍ پر ضد فعالیت کوي.