په لندن کې د ایران سفارت مخې ته د افغان کډوالو د ډله یزې وژنې د غندنې په موخه اعتراضیه غونډه وکړه.
معترضینو چې د ایران حکومت ضد شعارونه یې ورکول د افغان کډوالو د وژلو په اړه د ایران د دولت د ځواب ویلو غوښتنه وکړه او له نړۍوالو ادارو یې هم وغوښتل، چې په دې اړه څېړنې وکړي.
دوی همدا راز د افغان کډوالو پروړاندې د ایران د دولت پر ناسم چلند هم سخته نیوکه وکړه او په دې برخه کې یې د نړۍوالو بنسټونو د ژر تر ژره مداخلې غوښتنه وکړه.
د راپورنو له مخې څو ورځې وړاندې ایراني پوله ساتو ځواکونو په نږدې درې سوه افغان کډوالو وسله وال برید وکړو چې له دغه ډلې یې ۲۶۰ کسان ووژل.