د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالي وایي، روان لمریز کال هېواد کې د ۱۵ پراختیایي پروژو عملي چارې پیل شوې دي.
اقتصادي معاونیت دغه څرګندونې پر خپله اېکسپاڼه کړي دي.
سرچېنې لیکلي، دغه پروژې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي چارو پیل، طوطي مېدان ګازو استخراج، د هرات – غور لویه لار، د هېواد په ۱۲ ګمرکونو کې د سکنرونو نصبولو، د کابل ښار دننه سړکونه او مس عینک کان ته د غځېدلي سړک په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ځینې نورې پروژې یادې شوې دي.
اقتصادي معاونیت په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.