راپورونه وایي چې تیره د کابل په نړیوال هوایي ډګر درې راکټونه لګیدلي خو د ځاني مالي زیانونو په اړه مالومات لا هم ندي ترلاسه شوي.
ځينې رسنیو د راکټي برید ترڅنګ هم مهاله د سپکو وسلو د ډزو راپورونه هم خپاره کړي دي.
په سوشیل میډیا هم یو ویډيو خپره شوې چې د شپې په تیاره کې د درې راکټونو اوازونه ترې اوریدل کیږي.
ویل کیږي دغه پېښه تیره شپه اته بجې ترسره شوې.
تر اوسه ددغه پېښې په اړه رسنیو ته نه د طالبانو حکومت او نه هم کومې مخالفې وسله والې ډلې څه ویلي.