افغانستانخبرونه

طالبانو په لوګر ولایت کې دوه کسان په دُرو ووهل

د طالبانو ستره محکمه وایي، په لوګر ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون دوه تنه د نامشروع اړېکو په تور په دُرو وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په حکم د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه.

سرچېنې لیکلي، د خروار ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د یادو کسانو له ډلې مجرم په څلور میاشتې تنفیذي بند او ۳۹ دُرو او مجرمه په څلور میاشتې تنفیذي بند او ۳۵ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.

د یادونې ده چې تر دې مخکې هم په بېلابیلو ولایتونو کې خلکو ته تعزیري سزاګانې ورکړل شوي دي.