د آلمان راینلنډ فالڅ ښار کې یو افغان په چړې وهل شوی چې د ژورو ټپونو وروسته په روغتون کې ومړ.
د پولیسو په وینا، یو سوریایي وګړي په دغه افغان ګوزار کړی. دوی په یو پارکینګ کې سره شخړه کړې چې بیا سوریایي وګړي د چړې په ګوزار سره سره دغه افغان ټپې کړ.
سوریایي وګړی د پولیسو لخوا نیول شوی او په زندان کې دی.
لومړې معلومات ښایي چې دغه شخړه د مخدره موادو په سر رامنځته شوی خو لا هم پلټنې روانې دي