د اسرائیل پولیسو او یوې استخباراتي ادارې ویلي چې د هیواد په شمال کې یې یوه اووه کسیزه ډله نیولې چې د ایران د استخباراتي ادارو لپاره یې معلومات راټولول.
د شن بیت استخباراتي ادارې او پولیسو په ګډې اعلامیې کې ویل شوي چې نیول شوي اووه واړه اسرائلیان دي او په پلټنو کې څرګنده شوې چې دې کسانو د اسرائیل د پوځي اډو، انرژۍ او بندري زیربناوو په هکله استخباراتي معلومات راټول کړي و.
ایران او اسرائیل معمولاً د یو بل اتباع د جاسوسۍ لپاره استخداموي.
د اسرائیل پولیسو په اعلامیې کې ویل شوي چې د نیول شویو کسانو له خولې تر لاسه شوي معلومات ښیي چې په امنیتي چارو کې دومره کاستي بې سارې ده.