د خیبرپښتونخوا په تیرا کې د هوایي برید په ترڅ کې پنځه ویشت تنه ملکي کسان ټپیان شوي دي.
دغه هوایي برید د تیرا په رخه خیلو سیمه کې ترسره شوې چې په ټپیانو کې زیات شمیر ماشومان هم شامل دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې یاد برید د پاکستان پوځ کړی دی.
نوموړې لیکلي: »د پښتنو بچي به هره ورځ په وینو کې لت پت پراته وي او د هغي جنګونو په سر ګټلو ډالرو باندې به د پاکستان جرنیلانو بچي د یورپ په ښکلي ښاورنو او د اسټرالیا په جزیرو کې د خوند او خنداګانې، د ښه تعلیم او روزګار هوسه جوند کوي.«
ښاغلي پښتین همدا لیلکي: «د حالات پښتنو ته په هیس صورت د منلو وړ ندي او په مخالفت کې به ئې مونږ مباریزه نوره هم په سحت انداز کې زیاتوو».
د راپورنو له مخې د یاد برید ټپيان روغتون ته وړل شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې فعالان دې پېښې ته توند غبرګون ښودلی او ویلې یې دي د پاکستان دولت د ولس د خوندیتوب ادعا کوي، خو اصل کې پرې دا ډول بریدونه کوي.
د یادونې وړ ده چې ځینو رسنیو او فعالانو یاد برید د بې پیلوټه الوتکې بللی دی.