د افغانستان د ازادۍ جبهې له لورې په دوو جلا خبرونو کې ادعا شوې چې په کابل او کاپیسا ولایتونو کې یې ۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په یو خبر کې له یوې ويډيو سره دغې ډلې ادعا کړې چې د کابل د اتمې حوزې اړوند قلعه چه سیمه کې یې د طالبانو په استخباراتو غلچکی برید کړی چې دوه طالبان یې وژلي او دوه نور ټپيان شوي دي.
دغه ازادۍ جبهې د یوې بلې ویډیو او خبر په نشر ويلي چې د کاپیسا او پروان ولایتونو ترمنځ په ګلبهلر سیمه کې یې هم طالبان په نښه کړي، درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د دغو بریدونو وختونه د عقرب د لومړۍ نېټې مازیګرداو ماښام ترمنځ وختونه ښودل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم طالبانو په کابل نړیوال هوايي ډګر بریدونه کړي وو.