یوې اسرائیلي ویبپاڼې راپور وکړی چې ۱۵ نورو اسرائیلي سرتېرو هم په هغه غوښتنلیک لاسلیک کړی چې غزه کې د اوربند د غوښتنې په تړاو د ۱۳۸ سرتېرو لخوا ترتیب شوی دی.
دوی وايي، یا دې غزه کې اوربند وشي او یا دې هم د حماس ډلې لخوا د اسرائیلي سرتېرو د نیولو مخه ونیول شي.
د والا نیوز په نوم دغې اسرائیلي رسنۍ ویلي چې دغو سرتېرو غوښتنه کړې که غزه کې اوربند ونه شي دوی به دندې پرېږدي.
د اسرائیلو پوځ او نورو چارواکو په دې اړه لا کوم غبرګون نه دی ښودلی.