ټیکنالوژيخبرونهنړۍ

هند کې د سمندري توپان ډاره یو میلیون کسان بې کوره شوي

راپورونه وايي، د هند په بنګال او اړیسه ایالتونو کې د سمندري توپان خبر ورکړل شوی چې د سمندري توپان له ډاره شاوخوا یو میلیون کسان خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.

هندي رسنۍ وايي، د دغه سمندري توپان له ډاره په دغو دوو ایالتونو کې ټولې ښوونیزې ادارې رخصت شوي او دغه راز ۲۰۰ د اورګاډي سفرونه هم ځنډول شوي دي.

د هند د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې د خلیج له لوري دغو سیمو ته د را روان سمندري توپان سرعت په یوه ساعت کې ۶ کیلومټره اټکل شوی چې ښايي تر پنجشنبې را ورسېږي.

د هوا پېژندنې ادارې ويلي دغه توپان به د اکتوبر په ۲۴مې شپې او د ۲۵مې په سهار به د ۱۰۰ او ۱۱۰ کیلومټر په ساعت کې د شمالي اړیسه او د لویديځ بنګال ایالتونو سواحلو سره ټکر وکړي.

په دغه وخت کې به د هوا سرعت ۱۲۰ کیلومټره په ساعت وي او تېز باران به یې هم ملتیا وکړي.