افغانستانخبرونه

د کابل سينمای پامير سيمه کې چاودنه؛ یو کس وژل شوی او ۲۰ ټپيان دي

راپورونه وايي، پرون د کابل ښار د درېيمې ناحیې اړوند سيمنايي پامیر سيمه کې د ولسي وګړو په يوه ګڼه ګوڼه ځای کې چاودنه شوې چې له امله يې يو کس وژل شوی او ۲۰ کسان ټپيان دي.

په ټپيانو کې یوه مېرمن او يو ماشوم هم شامل دي.

که څه هم د طالبانو امنيتي چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي خو په کابل کې ناست د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په دغه برید باندې غمرازي شریکه کړې ده.

د نوموړي په رسمي فیسبوک پاڼه باندې لیکل شوي چې دا يو ترهګريز برید دی او نوموړی يې په کلکو ټکو غندي.