د ترکيې دفاع وزير ياشار ګولر ویلي چې په پلازمېنې انقره کې د وسلوالو برید د بریدګرو په وژلو سره پای ته رسېدلی. هغه سمدستي د بريد پړه د کردستان د کارګر ګوند يا پيکېکې پر غړو واچوله.
دغه راز نوموړي ويلي، د یوازېنۍ ښځينه بريدګرې د هويت په معلومولو کار کوي.
د کردستان کارګر ګوند له ۱۹۹۲ کال راهيسي په ترکيه کې د بېلتون غوښتنې جګړه پر مخ وړي.
هاخوا د امريکا بهرنيو چارو وزير انتونيبلېنکن د ترکيې بريد تروريستي بللی او هغه يې غندلی دی: «امريکا له ترکيې سره ولاړه ده او نننی تروريستي بريد شديد غندي.»
د ترکيې څارونکو رسنيو تلفات هماغه ماښام مهال لس تنه ياد کړل، خو حکومتي سرچينې د څلورو کسانو وژل کېدل مني چې د دريو تنو حالت نازک ښودل شوی.