افغانستانخبرونه

بریکس سرمشریزه: طالبان باید د نجونو په زده کړو لګیدلی بندیز پای ته ورسوي

د بریکس غړو هیوادنو په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو د تر څنګ له طالبانو وه غوښتل چې په د نجونو پر واړندې پر تعلیم لګیدلی بندیز پای ته ورسوي.

د بریکس هیوادنو په شپاړسمه سرمشریزه کې د یوې اعلامیې له مخې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت وغوښتل چې د خلکو اساسي بنسټیزو حقونو رعایت ترڅنګ د نجونو په پر زده کړو لګیدلی بندیز پای ته ورسوي او ټول مسایل په سوله یزه توګه حل کړي.

د برېکس مشرانو همداراز وویل: «په افغانستان کې باید د پام وړ اقدامات وشي څو اطمینان ترلاسه شي، چې د افغانستان خاوره د ترهګرو له خوا نه کارول کېږي.»

د اعلامیې په بله برخه کې راغلي: «مونږ له یوه داسې خپلواک او سوله ییز افغانستان څخه چې له ترهګرو او نشه یي توکو څخه پاک هېواد وي، ملاتړ کوو.»

دا د بریکس شپاړسمه سرمشریزه ده چې د روسیې فیډراسیون د تاتارستان په کازان ښارې شوې د روسیې، برازیل، هند، چین، سویلي افریقا، مصر، متحده عربي اماراتو، ایتوپیا او د ایران  ترڅنګ ۳۶ هیوادنو تر څنګ پکې شپږ نړیوالو سازامانونو ګډون کړی.