د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د یوې ټرافیکې پېښې له امله درې تنه مړه شوي دي.
د بلخ ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ چارواکو نن په ایکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره شپه د بلخ ولایت د حیرتان – دوراهي پر سړک د سورلۍ موټر او ټانکر تر منځ ټکر شوی چې په پایله کې یې د سورلۍ په موټر کې سپاره درې تنه مړه شوي.
طالبانو ویلي دغه پېښه د ټرافیکي قوانینو نه مراعت کولو او بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.