افغانستانخبرونه

خلیل حقاني: په بهرنیو هیوادنو کې افغانان له بشري حقونو بې برخې دي

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني وايلي بهرنیو هیوادنو ته تللي افغانان په کمپونو کې اچول شوي او له بشري حقونو بې برخې دي.

د طالبانو د کډوالو وزیر خلیل الرحمن حقاني د ننګونې او فرصتونو په نامه سمینار ته د وینا پرمهال ادعا وکړه، چې په اروپا کې افغان کډوال له انساني حقونو محرم دي او د “څارویو” په څیر په کمپونو کې اوسیږي.

حقاني وویل: « همهغه خلګ “ بهرنیانو” په لوی لاس دوی دوکه کړي وو، زموږ په اړه پوچ تبلیغات کوي، او پخپله له ټولو انساني حقونو بې برخې شویدي.»

د نوموړي په وینا، یو شمېر خلک په انساني قاچاق کې لاس لري او ځوانان هڅو چې له هیواد یې فرار کړي.

دغه طالب چارواکی وايي، په افغانستان کې د انساني قاچاقو مافیايي ډلې د پیدا کولو او له منځته وړلو په هڅه کې یو.