د تیر جمهوري نظام د ولسي جرګې غړی شاه پور حسینزی اویي چې طالبان یې په کور ورغلي او بغیر له کوم جرمه یې وراره ورله له ځان سره وړی دی.
حسینزي په خپل فیسبوک پاڼه یو ویډیو خپره کړې او پکې یې له طالب مشرانو غوښتي چې اصلاحات راولي.
نوموړی په دغه ویډیو کې وایي:« د حوزې یو عادي عسکر هم راځي موټر بیایي، د خلکو بې عزتي کوي، کسان راولي؛ ته به وایې چې موږ یهودان یو.»
په ویډيو کې نوموړی وایي چې د رئیس الوزرا لخوا راکړل شوی کارت هم بې فایدې دی او په وینا چې «د کارټ په ښودلو سره هم راته وایي، چې لاس دې په څلور طرفه خلاص.»
د ولسي جرګې دغه پخوانی غړی وایي که طالبان ورته د یهودو په سترګه ګوري نو لار دې ورکړي چې وطن ورته پرېږدي.