خبرونهسیمهنړۍ

د عمران خان مېرمن بشرا بي بي په ضمانت له بنده ازاده شوه

پاکستاني رسنۍ وايي، د اسلام اباد سترې محکمې د ضمانت په بدل کې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان مېرمن بشرا بي بي د ۹ میاشتې بند وروسته ازاده کړه.

د تحریک انصاف ګوند مشر او د پاکستان پخوانی لومړی وزير عمران خان هم اوسمهال په اډیاله زندان کې د بند ورځې شپې تېروي.

د پاکستان جيو نيوز تلويزيون په يو تازه خبر کې وویل چې د مېرمن بشرا بي بي ضمانت قبول شوی او نن له بند څخه وويستل شوه.

پر نوموړې تور دی چې د عمران خان د صدارت پر مهال يې څو قيمتي لاسي ساعتونه او ۱۰ قیمتي ډالۍ په خپل سر خرڅې کړې وې.