په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د ناسم وضعیت په اړه د اندېښنو په دوام ملګري ملتونه وايي، د افغان ښځو محرومیت په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې شاتګ ښیي.
د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې امينې محمد پرون پنجشنبه (د اکتوبر ۲۴مه) د ښځو په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا یوې غونډې ته پهدې اړه وویل: “په افغانستان کې له ټولنې او حکومتوالۍ د ښځو شدید محرومیت دلته د ښځو د حقونو په برخه کې ښکاره شاتګ ښیي. دا مهمه ده چې موږ په افغانستان او له هغې وړاندې د مېرمنو د ملاتړ په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړو او د هغوی د حقونو د دفاع لپاره په هرځای او هر فرصت کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړو.”
نوموړې وویل، په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره زیاتو هڅو او همغږۍ ته اړتیا شته.
د ملګروملتونو د ښځو برخې اجرایوي مشرې سیما باهوس هم د ښځو په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا دې غونډې ته ویلي چې، میلیونونه افغان ښځې او نجونې په افغانستان کې له لومړنیو حقونو بېبرخې شوي او د زندانیانو په څېر ژوند کوي.
طالبانو تازه د بشري حقونو د اندېښنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نهکړې، خو وړاندې یې په کراتو دا ادعا کړې چې، د ټولو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د دوی په ټکو د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.
پر زدهکړو د طالبانو د بنديز ليرې کېدو هغه غوښتنه ده چې پر کور دننه او نړيواله کچه بيا بيا شوې، خو طالبانو تر اوسه د نجونو پر زدهکړو بنديز جاري ساتلی.