افغانستانخبرونه

په تېرو دوو اونیو کې تر ۱۱ زره ډېرې کورنۍ له پاکستانه افغانستان ته راستنې شوې

آی‌او‌ايم وايي، د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه د اکتوبر تر ۱۵مې نېټې ۱۱زره او ۵۱۳ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي، چې له ډلې یې ۶۸۸ کسان په جبري ډول ستانه کړل شوي دي.

د آی‌او‌ايم د تازه راپور له‌مخې چې د پنج‌شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۴مه نېټه) خپور شوی راغلي، دا شمېرې د سپتمبر میاشتې د

په راپور کې دغه‌شان زیاته شوې، که څه هم د تېرو راپورونو له‌مخې ډېری افغانان د نیول کېدو له ویرې له پاکستانه وتل، خو اوس د هغه افغانانو په شمېرو کې هم زیاتوالی راغلی چې د کور د کرایې او د خدماتو د بيل ورکولو د توان نه درلودو له امله، له‌دې هېواده افغانستان ته ستنېږي.

د ايي‌او‌ايم د راپور له‌مخې، ۵۱سلنه افغانان د کور د کرایې او ۴۷سلنه د خدماتو د بيل د تادیه کولو د توان نه درلودو او ۱۷سلنه د کار د نشتوالي له امله، د پاکستان پرېښودو ته اړ شوي.